اسلام آباد06 جنوری (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې ترهه ګر او شرخوښي عناصر په هېڅ صورت د پاكستان اولس حوصله نشي ماتولې٬مونږ د خپل خوږ هېواد حفاظت په خاطر د كوم هم قربانۍ څخه ډډه نه كوو٬د ت??هه ګرۍ مخ نيوي لپاره ټولې وفاقي او صوبائي ادارې دې خپل مينځ كښې مرسته زياته كړي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ سيكورټي صورتحال په اړه د جاج اخست??و غونډې ته وېنا كښې وكړه۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان٬د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه٬قانون نافذ كونكو ادارو مشرانو او د ټولو صوبو چيف سېكرټريز او آئي جيز ګډون وكړو۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير او سېكرټري د هېواد په مجموعي صورتحال بريفنګ وركړو۔د څلورو واړو صوبو آئي جيز او چيف سېكرټريز وزيراعظم له د ت??هه ګرۍ په اوسنو پېښو بريفنګ وركړو او د امن نافذ كولو لپاره يې د اقداماتو څخه خبر ك??و۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير او د اسلام آباد آئي جي وزيراعظم د اسلام آباد پوليس تنخاګانې زياتولو او د اېف سي راشن الاؤنس زياتولو سره د نور فورسز په برابرولو مننه كولو سره ووئيل چې دې سره د اسلام آباد پوليس مورال دنګ شوې۔وزيراعظم د نېكټا نېشنل كوآرډينېټر ته سپارښتنه وكړه چې د ت??هه ګرۍ مخ نيوي لپاره صوبائي سي ټي ډيز او قانون نافذ كونكو ادارو سره رابطې لا فعاله كړي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د كورنيو چارو وز??ر٬??اخله سېكتر او د نيكټا نېشنل كوآرډينېټر دې صوبو ته تللو سره په دې اړه تفصيلي مشاورت وكړي او كوټلي تګلاره دې مراتب كړی شي