جنيوا 09 جنوري (اے پي پي) پاکستان له د موسمياتي بدلون پحقله په كنفرنس كښې د سېلاب ځپلو سيمو بحالۍ او بيا رغونې لپاره د نړيوالو مالياتي ا?? د ??رستې ادارو ا?? د ??رمختيائي شراكتدارو لخوا د لس اربه ډالرو نه د زياتې مرستې اعلا?? شوے۔ د ګل په ورځ په جنيوا كښې د پاكستان او ملګرو ملتونو په كوربتوب كښې د كنفرنس په مهال دا لوے لوظ وشو٬ په دې مرسته كښې اسلامي پرمختيائي بېنك لخوا 4 اربه 20 كروړه ډالره٬ د نړيوال بېنك لخوا دوه اربه ډالره٬ اسيائي پرمختيائي بېنك لخوا يو نيم اربه ډالره?? اېشين انفراسټركچر انوسټمنټ بېنك لخوا يو ارب ډالر او د سعودي ع??ب لخوا هم يو ارب ډالره شامل دي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف په جنيوا کنفرنس كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوله٬ په دې كنفرنس كښې د پاکستان ريزيلينټ ريکوري ، بحالي او د بيا رغونې فرېم ورك (4 آر اېف) په تفصيلي توګه بيان كړے شوي كومه چې د موسمياتي ع??م او په جامعيت آډانه بحالۍ او د بيا رغونې ګڼ اړخيزه لائحه ده۔ په پلاوي كښې وفاقي وزيران بلاول بهټو زرداري٬ اسحاق ډار، احسن اقبال، شيريں رحمن او مريم اورنګزېب شاملې وې او د دې نه علاوه په درېم سېشن كښې وزير مملكت حنا رباني کھر٬ د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاہ د بلوچستان چېف سېكرټري ع??دالعزيز عقيلي هم ګډون كولو