اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف د اسلام آباد نامه تجویز کونكې د قاضی عب??الرحمن امرتسري د خذمات په قامي كچه اعتراف کړے او د پاکستان لپاره د خذمات په اعتراف ئې د هغوي سره د شوي لوظ تر مخه د سي ډي اے په تجویز د هغه وارثانو له پارك انکلیو اسلام آباد كښې د پلاټ الاټمنټ لیټر وركړے۔د جمعې په ورځ د و??یراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي قاضی عب??الرحمن امرتسري د پاکستان لپاره خذمات به عمر له ياد ساتلے شي، داسې قامونه چري هم پرمختګ نه شي كولې كوم چې خپل محس??ان هير كړي۔ده ووئيل اسلام آباد له پېژندګلي وركونكې د اسلام آباد سکول ټیچر قاضی عب??الرحمن امرتسری ته پيرزوئنې وړاندې كوو ۔ وزیراعظم د سی ډی اے چارواكو ته تر راروانو 24 ساعتو پاتي د هغه وارثانو ته د پلاټ قبضه وركولو سپارښتنه كړې ده