اسلام آباد 17 اپریل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شه??از شريف وئېلي دي چې د مذهبي چارو و??اقي وزير مفتي عبدالشكور يو لوئ عالم٬نيك صالح او ايماندار انسان٬عظيم لارښود او ښه سياستمدار وو٬ د هغه د مرګ څخه نه يوازې د هغه كورنۍ بلكه كا??يني٬پارليمان او سياست لپاره يو لويه خلا پېدا شوې۔د وفاقي كا??ينې غونډه د وزيراعظم محمد شه??از شريف په مشرۍ كښې د ګل په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د مذهبي چارو و??اقي وزير مفتي عبدالشكور په ټرافېكي پښه كې په حق رسېدلو د افسوس او غم څرګندونه وشوه او د هغه لپاره فاتحه خواني وكړی شوه۔غونډې ته د وېنا كولو په مهال وزيراعظم ووئيل چې ارواښاد مفتي عبدالشكور ديني او سياسي خذمات ترسره كړي۔ده ووئيل چې مفتي صېب يو لوئ عالم وو۔ده ووئيل چې په كا??ينه كښې په يو كال په لږه موده كښې هغه په مونږ ټولو يو نقوش پرېښودلې۔هغه چې كوم ډول مستعدي٬محنت او تندهي سره د حج چارو وظيفه ترسره كړی هغه د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل چې په سياسي لحاظ سره هغه د خپل ګوند جے يو آئي(ف)ښه لارښود پاتې شوې۔په غونډه كښې ټائمز ميګزين لخوا وفاقي وزيرې شيري ??حمان ته د موسمياتي بدلون په ا??ه اثر غږ پورت كونكې د نړۍ اثر لرونكي ليډر په دې فهرست كښې په شاملېدو هغه له مباركي او د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړې۔وفاقي كا??ينې د خزانې وزارت لخوا لېږلې سمري قامي اسمبلۍ ته ولېږله او د خزانې او محصولات لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېتي به د ټاكنو كميسون ته د پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د ټاكنو په اړه رقم وركولو سفارشاتو په رڼا كښې تيار كړې شوې