اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په اسلامي نړۍ كښې اتحاد او په منطقه كښې د استحكام پحقله د سعودي عرب د كاميا??ې خارجه پاليسۍ ستائنه كولو سره وئيلي دي چې سوډان څخه د پاكستانيانو په انخلاء كښې په مرسته كولو د سعودي د حكومت كردار د ستائنې وړ دے۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير د دې خيالاتو څرګندونه د سعودي خپل همڅنګ فېصل بن ??رح??ن س??ه په ټېلي فوني تماس كښې كړې۔ په دې موقع بلاول بھټو زرداري د سعودي خپل همڅنګ فېصل بن ??رح??ن د كوچني اختر مباركي هم وركړه۔ د سعودي خپل همڅنګ س??ه په خبرو كښې بلاول بھټو زرداري خادم ??لح??مين شريفين سلمان بن عبدالعزيز، ولي عهد محمد بن سلمان او د سعودي عرب اولس لپاره هم د مباركۍ پېغام وركړو۔ ده په سوډان كښې د پاكستاني وګړو په انخلاء كښې په مرسته كولو د سعودي حكومت د كردار ستائنه وكړه