اسلام آباد۔31مئی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي وخت راغلے چې مونږ ټولو پاكستاني وګړو ته د هېواد په پرمختګ كښې د كردار ترسره كولو موقعه وركړؤ٬ د چين بېلټ اېنډ روډ او د پاكستان وژن 2025 دواړه د چين او د آسيائي هېوادونو ترمين??ه د تړون او پېوستون منصوبه ده٬ پاكستان د منطقې د درې اربه آبادۍ مركز جوړېدے شو٬ په سي پېك كښې 3 كاله كښې د 29 اربه ډالرو سرمايه كاري وشوه۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ ليډرز ان اسلام آباد سمټ ??ه خطاب كښې وكړه۔ ده و??ئيل مونږ د پاكستان د جوړېددو 75 مه كاليزه لمانځؤ خو د خپل هدف څخه ډېر لرې يؤ۔ ده و??ئيل مونږ د 2020 وژن جاج اخستلو له ملائيشيا ته لاړؤ نو معلومه شوه چې هغوي پاكستان څخه زده كړه كړې ده۔ ده و??ئيل په كال 1998 كښې پاكستان اضافي توان لرلو۔ په وژن 2010 كښې وئيلې شوي وو چې په كال 2006 كښی به د برېښنا كمې وي ٬ په كال 2008 كښې هېواد كښې برېښنا ډېره زياته كمه و??٬ 18 ساعته لوډشېډنګ روان وو۔ ده و??ئيل پاكستان لپاره تر ټولو لويے ګېم چېنجر د پاك چين اقتصادي راهدارۍ په شكل كښې رامخے ته شو۔ ده و??ئيل پاكستان د كال 1960 په لسيزه كښې موقعه ضائع كړه كله چې مونږ د سباؤن جاپان بللې كېدو خو د كال 1965 جنګ څخه وروستو مونږ په وړاندې تللو څخه پاتې شؤ۔ پاكستان دويمه موقعه په كال 1991 كښې لرله۔ تر ټولو وړاندې مو معاشي اصلاحات په سوئيلي آسيا كښې معارفي كړل۔ سي پېك پاكستان ته درېمه موقعه وركړه۔ د چين بېلټ اېنډ روډ او د پاكستان وژن 2025 دواړه د چين او د آسيائي هېوادونو ترمين??ه د تړون او پېوستون منصوبه ده٬ پاكستان د منطقې د درې اربه آبادۍ مركز جوړېدے شو٬ په سي پېك كښې 3 كاله كښې د 29 اربه ډالرو سرمايه كاري وشوه۔ د چين صدر شي خپلو 100 كمپنيو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو وئيلي۔ په كال 2017 او 17 كښې حالت دا وو چې د امريكې ٬ برطانيې او نورو هېوادونو سفيرانو به ماته په سي پېك كښې د شاملېدو وئيل۔ ده و??ئيل مونږ په 75 كلونو كښې په شا ځكه تلې يؤ چې مونږ اېكسپورټ سېكټر نه لرؤ۔ ده و??ئيل كومې كمپنۍ چې ډالرې ګټي د هغې بايد ملاتړ وكړے شي۔ ده و??ئيل تېر كال پاكستان ناوړه موسمياتي بدلون سره مخ شو ٬ په واټر سکیورټی او فوډ سکېورټي كار روان دے٬ دغسې چې مونږ سمارټ اېګریکلچر پلو لاړ شؤ۔ ده و??ئيل د كال 2035 په اړه مونږ يو رپورټ جاري كوؤ۔ ده و??ئيل مونږ له به سوچ سره خپل چوائس هم سمول وي۔ وخت راغلے چې مونږ ټولو پاكستاني وګړو ته د هېواد په پرمختګ كښې د كردار ترسره كولو موقعه وركړؤ۔