اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) داخله وزير رانا ثناء ﷲ وئيلي دي چې موجوده حکومت د اسلام آباد پوليس مسئلو حل لپاره بشپړه اقدامات كړي٬ شهيدانو او ريټائرډ پوليس ملازمانو لپاره يو ارب 24 كروړه واجبات ادا كړې شوې دي٬ د پوليس شهيدانو اولاد ته د دوي د حق له مخئ ملازمتونه وركړې شوې دي۔ د?? دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پوليس لائنز كښې د سل بسترو روغتون او د شهيدانو د ماډل كالج د بنياد تيګه كېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د?? ووئيل د اسلام آباد پوليس تنخا پنجاب پوليس سره سمه كړې ده٬ روزانه الاٶنس د 2800 نه زياتولو سره اته زره كړې شوې دې٬ د 25 مئي نه تر 26 نومبر د پوليس ځواانو د فتنه مقابله كړې ٬ په اسلام آباد كښې د شهيدا??و ماډل کالج به صوبو لپاره مثال وي٬ نېشنل پوليس روغتو?? به 6.5 اربه روپو سره بشپړېږي، دې سره به پوليس ملازمان٬ ريټائرډ ملازمان او د شهيدانو كورنيو ته د دارو درملو سهولتونه ترلاسه شي۔ د?? ووئيل موجوده دور حکومت كښې 265 پوليس اهلکارو ته په شاندار كاركردګۍ ايوارډ وركړې شوې دي۔ په دې موقع د اسلام آباد پوليس انسپكټر جنرل ناصر خان دراني هم وېنا وكړه