اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي چې د متحده عرب امارات لخوا سټېټ بېنك ته د يو ارب ډالر ډيپازټ ترلاسه شوي دي٬ د جولائي تر پايې د زرمبادلې پنګې 14 څخه تر 15 اربه ډالره رسول زمونږ هدف دے۔ د دې خيالاتو ??رګ??دونه ده د شورؤ په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ددې خبرې تصديق شوې دے چې د متحده عرب امارات لخوا سټېټ بېنك ته د يو ارب ډالرو ډپيازټ ترلاسه شول۔ ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل د سټېټ بېنك زرمبادلې په پنګو كښې د يو ارب اضافه شوې ده۔ ده ووئيل څه موده وړاندې يو اے اي پاكستان سره د يو ارب ډالرو د مالي مرستې اعلان كړې وو۔ زه په دې مرسته د وزي??اع??م شهباز شريف ٬ د پوځ سرلښكر عاصم منېر او د پاكستاني اولس لخوا د يو اے اي د مشرتابه مننه كوم۔ ده ووئيل زمونږ هدف دے چې د روانې مياشتې ته پايې به د زرمبادله پنګې 14 څخه تر 15 اربه ډالره ته رسولې شي۔