اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل خبريالانو٬ ميډيا ورکرز، هنرمندو او ټيکنيکل ريسورس لپاره د صحت بيمه كارډ اجراء او د وظيفي ترسره كولو په مهال ژوند له لاسه وركوؤنكو خبرلانو لپاره د خاص فنډ جوړولو اعلان شوې۔ د نهې په ورځ خبريالانو٬ ميډيا ورکرز، هنرمندانو او ټيکنيکل ريسورس لپاره د صحت بيمه كارډ اجراء دستوره وشوه چې پكښې و??ير??عظم شهباز شريف،د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب، د قانون وزير اعظم نذير تارړ،توان او معيشت لپاره د و??ير??عظم کوآرډينيټر بلال اظهر کياني پشمول وفاقي سېكتر سهېل علي خان، د قانون سېكتر٬ پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن، خبريالانو او په لويه شمېره هنرمندو ګډون وكړو۔ دستورې ته خپله وېنا كښې و??ير??عظم شهباز شريف صحت بيمه کارډ يو انقلابي قدم ګ??ځولو سره ووئيل چې ورکنګ جرنلسټس د خپلې وظيفې په مهال يو شمېر چيلنجز او خطرو سره مخ كېږي۔ ده په دې مهه هڅه د اطلاعاتو وزيرې او د ھغې ډلې له مباركي وركړ??۔ و??ير??عظم شهباز شريف د وظيفې ترسره كولو په مهال پحق رسېدونكو خبريالانو لپاره د خاص فنډ جوړولو اعلان وكړ چې له مخې به ئې ځپلې كورنۍ ته 40 لكه روپۍ وركولې شي۔ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل نن اهمه او تاريخي ورځ ده كله چې د و??ير??عظم په امر ورکنګ جرنلسټس او هنر مندو لپاره هيلتھ کارډ جارې كېږي۔ دې ووئيل د و??ير??عظم شهباز شريف د مخالفې ډلې مشر په حېث چې كوم وژن ٶ په ھغې عملدرآمد كېږي۔د يادونې وړ ده چې يوه اوونۍ وړ??ندې د اطلاعاتو وزارت او د اسټيټ لائف ترمېنځه هېلتھ انشورنس لپاره د تفاهم په يادښت لاسليكونو لپاره دستوره شوې وه چې پكښې و??ير??عظم شهباز شريف هم ګډون كړې وو، نن د ھغه هېلتھ انشورنس باضابطه اجرا شوې د??۔ په دستوره كښې و??ير??عظم خبريالانو او هنر مندو ته هېلتھ کارډز وركړل ۔ د هېلتھ انشورنس کارډ له مخې به د 15 لكه روپو کارپوريټ هېلتھ انشورنس سهولت ترلاسه وي٬ خبريالان، ميډيا ورکز، فنکار او ټيکنيکل ريسورس به ګرد هېواد كښې په 1200 روغتونونو كښې د نړيوال معيار د صحت سهولت مفت ترلاسه كولې شي