فيصل آباد 21 اګست (اے پی پی)لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ د ګل په ورځ ماښام د عيسٰی نګري چرچ جړانواله دوره وكړه او د چرچ د بحالۍ ٬ تعمير او بيا رغونې جاج اخستو سره سره يۍ مسيحي ورورولۍ سره د يو والي څرګندونه وكړه۔په دې موقع ده ووئيل چې مسيحي ورورولي د پاكستان د مخ ښكلا ده٬ مونږ پوه??ږو چې د غالب اكثريت نظريات مختلف دي خو مونږ دا اختلاف بنياد ګرځولو سره د عبادت ځايونو يا املاك ته د زيان رسولو اجازه چرې هم نه وركوو۔ ده ووئيل كه د ك??م هم اقليت په ضد بريد وشو نو تاسو به مونږ او رياست د مظلومانو سره ولاړ ومومۍ د ظالم سره نه۔ ده ووئيل مونږ له به په ګډه د قائد د اقوالو له مخې د پاكستان شكل بشپړول وي۔ ده ووئيل د قرآن په حسين اعجازاتو كښې يوه نامه د حضرت مريم عليه السلام ده د ك??مې منل چې زمونږ لپاره فرض دي آيا د هغې منونكې په خپلو كښې نښتلې شي۔ده ووئيل زه باور وركوم چې كه د ك??م هم اقليت په ضد بريد وشو نو تاسو به مونږ او رياست د مظلومانو سره ولاړ ومومۍ د ظالم سره نه۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو لنډ مهاله وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی،داخله لنډ مهاله وفاقی وزیر سرفراز بګټی،د بشري حقونو لنډ مهاله وفاقی وزیر حقوق خلیل ??ار??،د پنجاب ګورنر محمد بلیغ الرحمن،د پنجاب لنډ مهاله اعلٰی وزير سید محسن نقوی، د پنجاب چیف سیکرټری زاهد اختر زمان،آئی جی پولیس ډاكټر عثمان انور،کمشنر فیصل آباد سلوت سعید،آر پی او ډاكټر عابد خان، داخله ایډیشنل چیف سیکرټری او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔