اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د صحت لنډمهاله وفاقي وزير ډاکټر ند??م جان وئيلي دي چې پاکستان د پوليو سرويلنس حساس ترين نظام لري ٬ پوليو پ??وګرام په هېواد كښې هر ځائ د وائرس مخنيوي لپاره چمتو دے ٬ د پاکستان پوليو پ??وګرام له مخې د صحت قامي اداره كښې جوړ د پاكستان پوليو لېب كوم چې د صحت د نړيوالې ادارې ريجنل ريفرنس لېب هم دے له مخې د پېنډۍ په صفدر آباد سيمه كښې په لسم اګست اخستې شوې ماحولياتي نمونو كښې پوليو وائرس موجود دي كوم چې په جنياتي توګه په افغانستان كښې موجود وائرس سره تړون لري٬ سږ كال دا پېنډۍ څخه دوېمه مثبت ماحولياتي نمونه ده د دې نه وړاندې په جولائي ك??ې سرائے كله څخه اخستې شوې نمونو كښې وائرس موندلے شوے وو او ھغه هم په جنياتي توګه د افغانستان وائرس سره تړون لرلو۔ ډاکټر ند??م جان ووئيل په ماحول كښې د پوليو وائرس موجودګي د تشويش وړ ده ځكه چې وائرس كوچنيانو لپاره خطر دے۔ ده ووئيل كوچنيان د ??عذ??رۍ نه ساتلو لپاره موثره طريقه واكسين دے٬ مور پلار دې دا خبره باوري كري چې د دوي ماشومانو ته د پوليو واكسين يو شمېر خوراك ترلاسه شي دغسې چې د پوليو وائرس څخه د دوي تحفظ وشي۔ په دې موقع د نېشنل اېمرجنسي اپرېشنز سنټر کوآرډينيټر ډاکټر شهزاد بېك هم م??جود ٶ۔