اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي دي چې تر كال 2030 د زياتې تلپاتې ٬ سولييزې ٬ سوكاله او سپېځلې دولت مشتركه لاره ترلاسه كېدې شي٬ د دولت مشتركه ټولو غړو هېوادونو ځوان??نو ته تعليم او تربيه وركولو ٬ د انجونو اختيارمندې جوړولو او د موسمياتي بدلونو په اړه د اولسي شعور بېدارولو له مهم ګامونه پورته كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په لندن كښې د لسم کامن وېلتھ یوتھ منسټرز غونډې باضابطه پرانستې څخه وروستو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل دا زمونږ ذمه واري ده چې مونږ په کیګالی كښې د شوې خپلې ورستۍ غونډې مېنډېټ احترام وكړؤ۔ ده ووئيل روان كال د ځوان??نو په مشرتابه كښې پرمختګ لپاره وقف كولو لپاره د مشر??نو وژن پياوړے دے۔ ده ووئيل مونږ په يو ”ینګ کامن وېلتھ“ كښې ژوند كوؤ٬ د پاکستان د 70 فیصده وګړو عمر 30 كلونو څخه كم دے كه مونږ خپلو ځوان??نو سره په ګډه كار وكړې شوو ٬ د دوئي خيالات او وړاندېزونه واورېدلې شوو او د دوئي كاميابۍ لپاره سازګار چاپېرچل كښې سرمايه كاري وكړو نو باور لرم چې تر كال 2030 د زياتې تلپاتې ٬ سولييزې ٬ سوكاله او سپېځلې دولت مشتركه لاره ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل د پاکستان نقطه نظر سره پرائم منسټر یوتھ پروګرام د حکومت يو مهم پروګرام دے كوم چې د وروستو پاتې ځوان??نو او په خاص توګه د انجونو ٬ مذهبي او ن??لي اقليتونو ٬ معذور وګړو او ټرانس جېنډر كميونټي په خپلو پښو ودرولو ته ترجيح وركوي او دوئي په مركزي چوكاټ كښې د شاملولو هڅه كوي۔ ده ووئيل پاكستان په دې لړ كښی يو شمېر ګامونه پورته كړي دي۔ نزدې څلور لكه ځوان??نو ته د هائی ټېک مهارتونو او روايتي تجارت په اړه وېړيا تربيه وركړې شوې ده۔ دې سره سره د ځوان??نو ډاډګيرنې له يو قومی اختراعی ایوارډ عملي كړې شوې دې دغسې چې دوئي د نن تر ټولو مهمو چېلنجونو لپاره اختراعی او آؤټ آف باکس حل ولټوي۔ ده ووئيل دې غوندې لپاره مونږ غور لپاره څلور ذېلي موضوعات په ګوته كړې دي په كومو كښې چې انګېجمنټ، تعلیم، روزګار او ماحولیات ش??مل دي۔ ده ووئيل راځۍ چې يو مضبوط مقصدي عمل له په ګډه كار وكړؤ كوم به چې د کامن وېلتھ یوتھ پروګرام راروان 50 كلونه په ډاګه كړي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې پاكستان په 30 كاله كښې په اولني ځل د کامن ویلتھ ایونټ مشري كوي۔ وزارتی غونډه 12 څخه تر 15 ستمبر په لندن كښې كېږي۔ د غونډې تھيم ”اېم هائر: ډیلیورنګ مورفار ینګ پیپل ان دی کامن ویلتھ“ دے۔