اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان سول ا??وی اېشن اتھارټی وياند وئيلي دي د سلام ایئر لائن فلائټپه وړومبي ځل په باچا خان انټرنېشنل ایئرپورټ لېنډنګ كړے دے۔ د ګل په ورځ د سول ا??وی اېشن وياند بيان له مخې مسقط څخه د سلام ایئر اولنے پرواز سهار 13 دقيقې دپاسه 3 بجې پېښور هوائې اډې ته رارسېدلے دے۔ وياند ووئيل د سلام ائیر اېم ډي او ډائرېکټر آپرېشنز هم د ياد شوي فلائټ د لارې پېښور ته راورسې??ل۔ په دې موقع د سلام ایئر ګروپ او مینزیزرائل ایئرپورټ سروسز (اېم-آر اے اېس) اعلی عهدېداران هم موجود وو۔ د اېم-آر اے اېس او سلام ایئر لخوا په سی آئی پی لاؤنج كښې يو لنډه دستوره وكړې شوه په كومه كښې چې ډپټي اے پی ایم، ډیوټی ټرمینل منېجر (ډی ټی اېم) او د ایئرپورټ سروسز ډلې د سول ايوي اېشن نمائندګي وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سلام ائ??ر په اونۍ كښې دوه ورځې (ګل او زيارت) مسقط څخه پېښور ته د نېغ په نېغه پروازونه شر??ع كړې دي