اسلام آباد۔10اکتوبر (اے پی پی) د مذهبي چا??و نګران وفاقي وزير ا??يق احمد وئيلي دي مونږ له به د ګفتار نه د كردار غازي جوړېدل وي٬ د سيرت طيبه رڼا بايد زمونږ په كردار كښې وليدلې شي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د قومي احتساب بېورو تراهتمام لاندې سیرت کانفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د سیرت اولنے كتاب قرآن كريم دے۔ ده ووئيل مونږ بايد قرآن او صاحب قرآن سره خپل تعلق مضبوط اوساتؤ۔ د حضور علېه السلام کردار او اخلاق عملي قر??ن دے۔ ده ووئيل كه مونږ غواړؤ چې د پاك پروردګار محبوب جوړ شوو نو مونږ له به د خپل حبيب (ص) اتباع كول وي۔ ده په دستوره كښې ګډون كوؤنكو ځوانانو ته ووئ??ل چې هغوي خپل بهترين وخت د دين په زده كولو مصرف كړي۔ دوئي دې هر ورځ د قرآن كريم لږ تر لږه په درېو آياتونو ځان پوهه كړي۔ د دوئي زياتره مسئلې به پخپله ختمې شي۔ ده ووئيل زده كوؤنكي دې تسخیر کائنات لپاره علم ترلاسه كړي او د پاكستان خدمت دې وكړي۔