اسلام آباد 16اکتوبر(اے پی پی)د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير مدد علي سندهي د ګل په ورځ د اسلام آباد ماډل كالج فار ګرلز الله دته دوره كړې ده ۔د تعليم وزارت سينئر افسران هم د وزير س??ه وو۔د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير مدد علي سندهي ووئيل زما وژن دا دے چې اسلام آباد د ه??واد د نورو برخو لپاره يو ماډل جو?? كړے شي۔ده د ټولو سټيك هولډرز ډاډګيرنه وكړه او وې وئېل هغوي دې خپلې هلې ځلې يو كړي او دا خبره دې باوري كړي چې په اسلام آباد كښې دې زر تر زره صفر OOSC وي۔ده ووئيل اسلام آباد به د نورو سيمو لپاره مثالي جوړولے شي۔وفاقي وزير د سكول دورې په مهال د واش روم او د اوبو سهولتونو څارنه وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د بنيادي سهولتونو نه بغېر د تعليم مقصد پوره كېدے نه شي۔ده حكم وركړو چې د پي اېس ډي ??ي پرمختيائي پروژې دې ټولې پوره كړې شي او د زياتو زده كوونكو شمېره مينج كولو لپاره دې نوې كلاس رومز جو?? كړے شي۔