اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان علما کونسل چيئرمېن او د وزيراعظم خاص استازي طاهر محمود اش??في وئيلي دي چې د فلسطين په مسئله د امت مسلمه د وېشلو سازشونه روان دي، د سعودي عربستان په مشرۍ كښی به امت مسلمه له يو متفقه دريځ سره مخ په وړاندې تلل وي٬ په پاكستان وياړ لرم ٬ سپه سالار جنرال حافظ سيد عاصم منېر د فلسطيني اولس په حق كښې چې كوم غږ پورته كړو هغه د پاك پوځ د عظمت او فلسطيني اولس سره د مينې دليل دے۔ پروپېګنډې كوؤنكي او سازشي عناصر يوازې تقسيم غواړي٬ نړۍ ته دا خبره په ډاګه شوې ده چې ټول اروپايي هیوادونه، امریکا، انګلستان د ماشومانو په مسئله هم دوه ګونی معیارونه لري. د غزې ماشومان هیڅ حق نه لري؟ هغه څوک چې د حیواناتو د حقونو خبرې کوي په غزه کښې د انسانیت په عامه ??ژن?? غلي دي۔ دا خبره طاهر محمود اش??في د متحده جمعیت اهل حدیث تر سیوري لاندې د فلسطین د پېوستون کنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔ په دې موقعه موقع سید ضیاء الله شا?? بخاري، مولانا الله وسایا، سید اسامه بخاري، مفتي سید عاشق حسین او نورو علماو او مشائخ هم خطاب وكړو۔ حافظ محمد طاهر محمود اش??في وویل د فلسطین مسئله ښكاره ده ٬ اوس ??ګړه د ظالم او مظلوم ده، د فلسطین ستونزه د مسلمانانو نه بلكې د بشریت ستونزه ده۔ ده ووئيل د افسوس ??بره دا ده چې د ملګرو ملتونو ادارې د كومې كمزورۍ څرګندونه كړې ده هغه د دې ادارې د اهميت ختمولو برابر ده۔ ده ووئيل امريکا، ب??يتانيا او اروپايي هېوادونه بايد اسرائيلو سره د مينې په خاطر د ټولې نړۍ له سولې سره لوبې ونه کړي، که په غزه کښې بل كړې شوې اور ختم نه كړے شي نو دا به ټولې نړۍ ته خپور شي ۔ ده ووئيل د غزه وضعې څخه اسلام او مسلمان دښمنه قوتونه ګټه پورته كول او په اسلامي نړۍ كښې ګډوډۍ رامنځ ته كول غواړي۔ ده ووئيل مونږ له به يو موټي كېدو سره دا سازش ناكامه كول وي۔ ده ووئيل سعودي عربستان د مسلمانانو د وحدت او اتحاد مركز دے ٬ سعودي عربستان له به د ټولې اسلامي نړۍ مشري كولو سره د فلسطين مسئلې حل كولو له عملي ګامونه پورته كول وي۔