اسلام آباد۔28??وم??ر(اے پی پی) د قامي روغتيا وزارت وئيلي دي سږ كال د پوليو د مخنيوي وروستے كمپائن د ګل ورځې څخه پېل شوے ٬ د كمپائن په مهال 4 کروړه 43 لکه 55 زره 341 ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكو وركولو هدف ټاكلے شوے د??٬ دا كمپائن به تر 3 دسمبر دوام لري۔ د نهې په ورځ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې سږ كال د پوليو مخنيوي كمپائن وروستے فېز د 27 ??وم??ر څخه تر 3 دسمبر به روان ساتلے شي۔ اولنے فېز د ??وم??ر 13مې څخه تر 17 مې نېټې په قطبي وزيرستان كښې بشپړ شو??٬ دغسې دويم فېز د ??وم??ر 20 مې څخه تر 24 مې نېټې د خېبر پښتونخوا په ??وئ??لي ضلعو كښې بشپړ شوے۔ د پوليو مخنيوي وروستے فېز دا مهال هېواد كښې روان دے كوم به چې 7 ورځې دوام لري ۔ بيان كښی وئيلې شوي 4 کروړه 43 لکه 55 زره 341 كو??ني??نو له د پوليو مخنيوي څاڅكو وركولو هدف ټاكلے شوے ۔ د پنجاب او بلوچستان په 36 ٬ 36 ٬ د سندھ په 30 ٬ د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان په 10 ٬ 10 ضلعو او اسلام آباد كښې به د پوليو كمپائن روان ساتلے شي۔ په پنجاب كښې به 2 کروړه 25 لکه 65 زره 65 كو??ني??نو ته پوليو ډارپس وركولې شي۔ په سندھ كښې به 1 کروړ 29 لکه 5 زره 665٬ ٬ خېبر پښتونخوا كښې 74 لکه 76 زره 456 ٬ بلوچستان كښې د 25 لکه 97 زره 735 ٬ وفاقي پلازمينه كښې د 421455 او آزاد کشمیر كښې به 7 لكه 20 زره 172 ماشومانو ته د پوليو څاڅكې وركولې شي