اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي بايد په 08 فروري د ټولټاكنو په كولو ??يڅ شك ونه لرلے شي، د 9 مئی نه پس د ریاستی جبر کوم ثبوت نه دې رامخې ته شوے ، دا يواځې تورونه دي، نګران حکومت د قامی معیشت ښه كولو ??پاره د محدود اختيار له مخې هغه څه كوي كوم چې ممكن وي،پاتې كار به راروان حكومت كوي۔د دې خيالاتو څركندونه ده “انډپینډنټ اردو ” سره خپله خاص مركه كښې کړې۔د ټولټاكنو په اړھ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل باور لرم چې په 8 فرور?? به په ټول هېواد كښې ټولټاكنې كېږي،بايد په دې اړه قام هيڅ شك ونه لري۔وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې ټولټاكنې به آزادې او سپيځلې وي،مونږ د ټاكنو كولو ??پاره د الیکشن کمېشن سره ولاړ يوو۔د يوې بلي پوښتنې په ځواب ده ووئيل مختلف كسان خپلي سیاسی تجزیې وړاندې كوي،كوم لارښود څورمره مقبولیت لري د دې اندازه به په ټولټاكنو كښې رامخې ته شي۔ په ??خو??ني وزیراعظم عمران خان او د هغه په ګوند ټولټاكنو كښې په برخه اغستو د بنديز په ځواب كښې ده ووئيل تر اوسه داسې ??وم بنديز نشته۔ سباؤن كښې به څه صورتحال وي په دې اړه څه نه شو وئيلے ۔دا مهال ??خو??نے وزیراعظم د ټاكنو كولو ??ه پوزیشن كښې دے ۔د پي ټي آئي لارښودو په ښكاره ډول بے دركه كولو ، رامخې ته كولو او د سياست پرېښودلو اعلانات په اړه د پوښتنې په ځواب نګران وزیراعظم ووئيل په 9 مئی په ریاستی ادارو بريدونه شوي ٬ دغې نه پس ځيني وګړي پټ شوي ،په دغه مهال د كوم سوچ او غور په نتيجه كښې د پي ټي آئي څخه یا سیاست څخه ډډه كول د دغه كسانو خپله ذاتی پريكړه ده۔په دې حقله څه وئيلو څخه قاصر يم خو ده په ډاګه كړه چې هغوې سره د ریاستی جبر كوم ثبوت نه دې رامخې ته شوے ،دغه يواځې تر تورونو محدود خبرې دي۔ وزیراعظم د لیول پلیئنګ فیلډ نه وركولو تورونه هم رد كړل۔ وزیراعظم د نګران حکومت قامی معیشت ښه كولو ??ه هڅه د اطمینان څرګندونه كولو سره ووئيل نګران حکومت چې كوم محدود اختيار لري په هغې كښې دننه چې څومره كار كولې شي ٬ هغه كوي ، پاتې كار به راروان حكومت كوي۔ده ووئيل د نجکارۍ لپاره پوهه صلاكار مقرر كړے شوے او ښه تګلاره اختيار كړې شوې د كومې چې 50 كاله پس هم آ??ټ كيدے شي