اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ د قواعدو ، ضابطو او استحقاق كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د سینیټر محمد طاهر بزنجو په مشرۍ كښې پارلیمنټ هاؤس كښې شوې۔ کمېټۍ د سینیټر سردار محمد شفیق ترین د اړخه په وړاندې كړي د استحقاق په تحريك غور وكړو د كوم له مخې چې پاکستان سټینډرډز اینډ کوالټی کنټرول اتھارټی كښې د بھرتو عمل كښې بې ضابطګۍ په ګوته شوې۔ کمېټۍ د سائنس او ټیکنالوجی وزارت سیکرټری د نشتوالي سخت نوټس واخست چا چې د تيري غونډي سپارښتنې له مخې انکوائری رپورټ وړاندې ن?? كړو۔ کمېټۍ د خفګان څرګندونې سره معامله وزیراعظم آفس ته د لېږلو پريكړه وكړه۔دې ن?? ځانله سینیټرز پروفیسر ??اک??ر مهر تاج روغاني، روبینه خالد، ??اک??ر زرقا سهروردي تیمور او ??اک??ر محمد همایون مومند د اړخه نیو نیوز چینل لخوا د جعلي خبرونو نشر كولو معامله د محرك غير موجودګۍ په وجه وځنډوله۔په غونډه كښې سینیټرز سید علی ظفر،د كورنيو چارو نګران وزیر سرفراز احمد بګټي ، سردار محمد شفیق ترین، میاں رضا رباني او ساجد میر دغسې د اړوندو محكمو نورو اعلیٰ افسرانو ګډون كولو