ارومچي 20 اکتوبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د چي?? سنكيانګ ايغور خپلواكه سيمي ډپټي پارټۍ سېكرټري او د سنكيانګ پروډكشن اينډ كنسټركشن كور(ايكس پي سي سي)پارټۍ سېكرټري لي يفئي د جمعې په ورځ ملاقات كړے او دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو په اړوندو چارو ئې د خيالاتو څرګندونه كړی ده ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې پاكستان لپاره د چي?? اولس جذبات ستائېلو سره وزيراعظم د پاكستان خپلواكه٬سيمه ايزې سالمتيا او اقتصادي پرمختګ لپاره په بشپړه مل??تړ د سي پي سي مشرتابه مننه وكړه۔په بيجنګ كښې د صدر شي جن پنګ او د وزيراعظم لي كيانګ سره د خپلو ملاقاتونو ذكر كولو كښې وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د چي?? مشرتابه قوي عزم هم وستائېلو۔ډپټي پارټي سېكرټري لي ليفئ ووئېل چي?? پاكستان يو مهم اقتصادي شراكتدار ګڼي او تجارتي روابط لا ښه كولو لپاره به خپلې هڅې جاري ساتلې شي۔ده ووئيل د سنكيانګ خپلواكه سيمه ايز حكومت د خنجراب سوست بارډر كراسنګ د لارې تجارت٬روابط او اولس ترمينځه اړيكې آسانولو لپاره د پاكستان سره د كار كولو كښې خوښي لري۔