اسلام آباد۔4نومبر(اے پی پی) دفاع لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور مشاهد حسېن سيد وئيلي دي چې د پاكستان او فلسطين ترمېنځه اړيكې له كلونو څخه نه بلكې د پېړيو نه راروانې دي ٬ د پاكستان جوړېدو نه وړاندې او وروستو د قائد ??عظم محمد علي جناح په شمول هر يو حكمران د اسرائيل په ضد د فلسط??ني اولس ??ه حق كښې خپلې بشپړه سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي هڅې كړي دي۔ د پاكستان حكمران جوړېدو څخه وروستو چې كوم اولنے خط هغه كوم بهرني صدر ته ليكلے وو نو هغه د فلسطين په اړه د امريكې صدر ته وو٬ غزه دا مهال د اسرائيلي ظلمونو د تاريخ تر ټولو ناوړه نسل كشۍ سره مخ ده٬ مونږ له به د یو ملت په توګه د مظلومانو ??ه حق کښې خپ?? غږ پورته كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په غزه د اسرائيلي ظلمونو حوالې سره د سول سوسائټي اسلام آباد لاندې راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د يو بي جي عمومي سېكتر ظفر بختاوري په شمول نورو كاروباري او سماجي شخصياتو ګډون وكړو۔ په دې موقعه په 7 نومبر د فلسط??ني وګړو ??ه حق كښې نېشنل پرېس كلب څخه تر ډي چوك د يو لويے لاريون ويستلو پرېكړه هم وكړې شوه۔ ده ووئيل د پاكستان او فلسط??ني وګړو ترمينځه اړيكې هغه مهال پېل شوې كله چې په 23مارچ1940 د لاهور په تاريخي غونډه كښې قرارداد پاكستان سره سره د فلسط??ني وګړو ??ه حق كښې هم قرارداد منظور كړے شو۔ قائد ??عظم ټول عمري د فلسط??ني وګړو د حق خبره كړې۔ ه??ه اولنے خط د فلسطين په اړه د امريكې صدر ته لېږلې وو۔ده ووئيل نن يوازې اسلامي هېوادونو كښې نه بلكې په لوئيديزو هېوادونو كښې هم خلق د فلسط??ني وګړو ??ه حق كښې بهر راوځي۔ ده ووئيل اسرائيل د نسل كشۍ تاريخ رقم كوي مونږ له به د فلسط??ني اولس ترڅنګ ټينګ ودرېدل وي۔