اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی) امام کعبه او د سعودي عربستان د شاهي عدالتونو صلاكار پروفېسر ډا??ټر صالح بن عبد الله بن حميد د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد د نوي كېمپس دوره وكړه۔ د پوهنتون صدر ډا??ټر ھذال حمود العتیبی هم ده سره وو۔ امام کعب?? په نړيوال اسلامي پوهنتون كښې شاہ سلمان بن عبدالعزیز مسجد لپاره بېل كړې شوي ځايې ته هم لاړو۔ په دې موقعه ده ته ووئيلې شوو چې د دې جومات په تعمير به نزدې 32 ملین ډالر مصرف كولې شي?? امام كعبه ته ووئيلې شوو چې د مس??د دننه هال كښی به د 4 زره سړو او 2000 مېرمنو د لمونځ كولو او د دې په صحن كښې د 6000 كسانو د ناستې ګنجائش وي۔ دلته به يو كتابتون او میوزیم وي او په مسجد كښی به كنفرنس لپاره محمد بن سلمان آډېټوريم هم جوړولے شي?? د امام كعبه وېنا وه چې د خادمين شريفېن لخوا د جومات دا ډالۍ به د پوهنتون مقام او منزلت لا سوا كړي۔ ده ووئيل ز?? په مثالي مېلمستيا كولو د پوهنتون د انتظاميې مننه كوم۔ ده ووئيل د پوهنتون رې??ټر او صدر د ستائنې وړ دي ولې چې پوهنتون “په شريعت او قانون كښې د بشري ژوند تحفظ” په سرخط يو تعميري او كامياب كنفرنس وكړو په كوم كښې ګډون كولو لپاره چې ز?? په خاص توګه پوهنتون ته راغلم۔ امام کعبه ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې پوهنتون په حقيقي معنو كښې د اسلامي نړۍ خدمت كوي۔