اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي وئېلي دي داخله وزارت د ټاكنو كميسون په درخواست راتلونكو ټول ټاكنو كښې د امنيت لپاره هر ممكن سول آرمډ فورسز وركولو لپاره چمتو دے٬ د پوځ تعيناتۍ په اړه به د دفاع وزارت خبرولې شي٬د ټاكنو كمپائن په مهال د سياسي مشرانو په نخښه كولو خطره موجود ده٬د سراج الدين حقاني پشمول غېر ملكيانو ته جاري شوو پاسپورټس په اړه انكوائري كېږي٬نادرا به په حقيقي معنو كښې د قامي سلامتيا اداره جوړولې شي٬سياسي هلو ځلو كښې برخه اخستوونكې غېر ملكي به هم بې دخله كولې شي۔د چمن پرلت منتظمينو سره په ر??بطه كښې يو٬د ون ډاكومنټ رجيم څخه به نه په شا كېږو۔ده د جمعې په ورځ په داخله وزارت كښې خبري كنفرنس ته و??نا كوله۔د كورنيو چارو وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي ووئېل غېر قانوني مېشته كسانو كښې 4 لكه 82 زره څخه زيات بېرته تللې دي٬ 90 فيصد غېر قانوني مېشته غېر ملكي پخپله بېرته تللې دي٬چا سره كوم بداخلاقي او بد تهذيبي نه ده شوې۔ده و??ئيل په پاكستان كښې د سياست حق پاكستانيانو ته تر لاسه دے٬رجسټرډ غېر ملكي د پاكستان په سياست كښې كوم كردار نشي ادا كولے ٬د غېر ملكيانو په سياسي هلو ځلو كښې په برخه اخستلو بندېز دے۔ده و??ئيل په سياسي هلو ځلو كښې ككړ غېر ملكيان به ډي پورټ كولے شي٬ د 10 ته نزدې كسانو شناخت شوے كوم چې په سياسي هلو ځلو كښې ككړ وو٬ ده و??ئېل غېر ملكيان چې په كوم هم دستاويز راغلې وي په سياسي هلو ځلو كښې لاس لرلو له امله به د وخت پوره كېدو نه بغېر ډي پورټ كولے شي۔ده و??ئيل مونږ د جعلي پاسپورټس نور كيسونه ر??وباسو٬د جعلي شناختي كارډ او پاسپورټ جوړونكو به احتساب كېږي٬په دې معامله افغانستان سره هم خبرې روانې دي٬ نګران داخله وزير ووئېل د افغان داخله وزير سراج الدين حقاني په معامله انكوائري روانه ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئيل د داخله وزارت ماتحت سول آرمډ فورسز دي ٬دا مهال اېف سي سندھ٬بلوچستان او كے پي كے كښې د امنيت وظيفه ترسره كوي٬د دې باوجود مونږ سره موجود سكيورټي به د الېكشن كمېشن په درخواست د ټاكنو كولو لپاره وركولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئيل ترهه ګر تل موقع ??ټو??٬كله چې د هېواد دننه سياسي هلې ځلې وي نو د ترهه ګرو لخوا هدف آسان وي۔د ټاكنو كمپائن په مهال سياستمدارو ته د امن??ت خطرې موجود دي٬ ده و??ئېل د ټاكنو كمپائن په مهال په هېواد كښې په سياسي لارښودو د بريدونو يو تاريخ دے٬په تېر وخت كښې په شوكت عزيز٬بېنظيربهټو او ثناﺀ الله زهري د ټاكنو كمپائن په مهال بريدونه شوي دي۔ده و??ئېل د ټاكنو كمپائن په مهال سياسي مشرانو ته خطر دے خو حكومت ته د مولانا فضل الرحمان په اړه يو خاص سكيورټي تهريټ ترلاسه شوے ۔ده و??ئيل د چمن پرلت منتظمينو سره مسلسل په ر??بطه كښې يوو ٬ هغه مو د خپل دريځ څخه خبر كړي چې ون ډاكومنټ رجيم به باوري كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئيل د انټرپول په بلنه بهر هېواد ته لاړم او د ملاقاتونو شيډول هم ترسره شوے ؤ خو د اسلام آباد ھائيكورټ په ر??بللو هغه شيډول نه بېرته ر??غلم