اسلام آباد۔15د??مب??(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د سپريم كورټ آف پاكستان تر ټولو سينئر جج جسټس سردار طارق مسعود نګران چيف جسټس مقرر كړے دے۔ د جمعې په ورځ د قانون او انصاف وزارت لخوا د جاري شوي نوټيفكېشن له مخې جسټس سردار طارق مسعود به د پاكستان چيف جسټس قاضی فائز عیسیٰ د بهر هېوادونو دورو په مهال د لنډ مهاله چيف جسټس په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ نوټیفکېشن كښې وئيلې شوي دا تقرري د اسلامي جمهوريه پاكستان د آئین آرټیکل 180 لاندې ترلاسه اختيارات كارولو تر مخه شوې ده