اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي)د سينېټ چيئرم??ن محمد صادق سنجراني د خپل پلاوي سره د كويت سفارتخانې دوره كړې ده ۔په پلاوي كښې سېنېټرز نصيب الله بازئي٬محمد عبدالقادر ??و ??نیش كمار شامل وو۔د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د ګل په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخې د سېنېټ چيئرم??ن محمد صادق سنجراني د كويت سفير سره د كويت امير شېخ نواف الاحمد الجابر الصباح په مړينه د غم دړد څرګندونه كړی او د مېلمنو لپاره اېښودلې شوي كتاب كښې ئې د غمرازۍ كلمات ليكلې دي۔د سېنېټ چيئرم??ن محمد صادق سنجراني ووئيل د كويت امير مرګ نه يواځې د كويت شاهي كورنۍ او ا??لس بلكې د پاكستاني ا??لس لپاره هم يوه لويه پېښه ده۔مو??ږ د يو رېښتوني دوست او متحرك ليډر څخه محروم شوو ۔محمد صادق سنجراني ووئيل سيمه ايز استحكام٬نړيوال پرمختګ لپاره د هغه ذاتي تړون او د قامونو ترمينځه خليج ختمولو لپاره د هغه خذمات به تر ډېرې موې ياد ساتلې شي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د غم په دې وخت كښې مو??ږ د كويت حكومت او ا??لس سره برابر شريك يو۔لوي څښتن دې ارواښاد شېخ نواف الاحمد الجابر الصباح وبخښي او لوړې درجې دې وركړي۔