اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د ای??ھوپیا پارلیم??ن پاکستان سره دوه اړخيزه تجارتي لوظنامه توثيق كړې ده۔ په اسلامی جمهوریه پاکستان كښې د فېډرل ډېموکرې??ک ریپبلک آف ای??ھوپیا سفارتخانې د ګل په ورځ اعلان كړے چې د ای??ھوپیا د اولسي استازو ایو??ن په 14 فرورۍ 2023 د دواړو هېوادونو ترمينځه د شوې دوه اړخيزه تجارتی لوظنامې منظوري وركړې ده۔ د دې لوظنامې مقصد دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكې لا مضبوطولو له تجارتي همكارۍ ته وده وركول دي۔ په پاكستان كښې د ای??ھوپیا سفیر جمال بیکر عبد اللہ د لوظنامې منظوري د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې يو مهم پېش رفت وګرځولو۔ ده ووئيل دې سره به دوه اړخيزه تجارت وده ومومي كوم چې دا مهال 80 ملينه امريكائي ډالره څخه زيات دے۔ د لوظنامې په لاس ليك كېدو ده د پاكستان او ا??تھ??پيا سوداګرې ورورولۍ له مباركي وركړه ۔ ده ووئيل ای??ھوپین ای??ر لائن د روان كال مئي مياشت كښې پاکستان لپاره خپل فلائټ آپرېشن هم پېل كړے او هيله ده چې د دواړو هېوادونو ترمينځه كاروباري او تجارتي فعاليتونه به لا قوي شي