اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير انيق احمد وئيلي دي د خطاطۍ فن په اړھ مونږ ځلانده ماضي لرو٬ ماشومانو له پكار دي چې د دې څانګ دا فن زده كړي او راتلونكي نسل ته ئې منتقل كړي ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د پي اېن سي اے تر سېوري لاندې د مدرسې زده كوٶنكو د خطاطۍ فن تربيې پحقله پرانستې دستورې ته خپلې و??نا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د خطاطۍ فن زمونږ د ميراث او كلتور مهمه برخه ده٬ په دې لړ كښې د تربيې د دوو اوونيو وركشاپ كول ډېره د خوشحالۍ خبره ده ٬ زه په دې دستوره كښې په ګډون كولو وي??ړ محسوسوم ۔ ده زده كوٶنكو ته ووئيل د دې څانګې نوو زده كوونكو له پكار دي چې دا فن زده كړي او راتلونكي نسل ته ئې منتقل كړ?? ځكه چې په دې ا??ه مونږ يو ځلانده ماضي لرو۔