اسلام آباد 27 دسمبر (اے ??ي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د قامی اسمبلۍ سیکرټریټ ډائریکټر لیجسلیټو ډرافټنګ ونګ طاهر فاروق د پلار په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ میډیا ونګ د اړخه جاري ش??ي بيان له مخې د ارواښاد كورنۍ په نامه خپل پيغام كښې راجه پرویز اشرف د طاهر فاروق د پلار په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې او د ارواښاد مرګ ئې د كورنۍ لپاره لوئې زيان ګرځولے۔ راجه پرویز اشرف دعا اوكړه لوي څښتن دې ا??واښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔