اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير انيق احمد وئيلي دي مونږ له به خپله ټولنه ښائسته ??و قوي كولو لپاره د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ پلو تلل وي، حکومت په دې لړ كښې كوټلې ګامونه پورته كوي٬ مونږ له به د بحث نه زيات عملي اق??امات پلو پام لرنه كول وي۔ د جمعې په ورځ په اق??ا يونيورسټۍ كښې د مذهبي همغږۍ سېمينار ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل ځوانان د هېواد سباٶن دے٬ د دوي د سترګو په رڼا كښې او خوبونو ليدلو د هېواد سباٶن روښانه وينم۔ ده ووئيل مونږ په سېمينار كښې د غېر مسلمه پاكستانيانو خ??رې واورېدې٬ د يو مذهب په تعليمات كښې هم د انسانيت توهين جائز نه دے۔ ده ووئيل د بابا ګرونانك په تعليمات كښې چرته هم د بت پرستۍ ??و شرك پېغام نشته٬ ھغه به بې وزلو له ډوډۍ وركوله٬ ده ووئېل د حضرت محمدۖ فرمان دے چې سلام او طعام عام كړئ٬ مونږ په نړۍ كښې د لوي څښتن نائبان يوو٬ په اسلام كښې د ګاٶنډي د حقونو امر دے۔ ده ووئيل زده كوٶنكي به د مذهبي همغږۍ نه خبرول وي۔ نګران وفاقي وزير انيق احمد ووئيل پاکستان كښې د ټولو مذهبونو پېروكارو ته د خپلو عقيدو له مخې د ژوند كولو آزادي تر لاسه ده۔