اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود ??شرفي وئيلي چې د پاك پوځ او حكومت لخوا د مظلوم فلسطيني ورونړو خوېندو مرستې لپاره د مرستې سامان څلورمه جوپه نزدې 20 ټنه سامان روان كړے شوے دے په كوم كښې چې د زمكيزو ضرورتونو له مخې سرجيكل/ طبي سامان او د اوچ خوراكي توكو سره سره د حفظان صحت كټس هم شامل دي۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل پاكستاني حكومت تر دې دمه د غزه ځپلي اولس لپاره 220 ټنه د مرستې سامان لېږلے دے۔ ده ووئيل د فلسطيني اولس بشپړه ملاتړ كوؤ او په غزه كښې د عامو وګړو او په خاص توګه د مېرمنو او ماشومانو په ضد د اسرائيل لخوا روان بربريت ٬ ظلم او زياتې او د طاقت بې درېغه كارول د غندنې وړ دي كو?? چې چرې هم قبلولے نه شي۔ ده ووئيل پاكستان د سوئيلي افريقا لخوا په نړيوال كورټ آف جسټس كښې د فلسطيني اولس د نسل كشۍ بشپړه ملاتړ اعلان كوي او پاكستان به تر هغه وخت فلسطيني اولس سره ??نګ په څنګ ولاړ وي تر كومې چې دوئي ته يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست چې پلازمينه يۍ القدس شريف وي ترلاسه شوے نه وي۔ ده زيات?? كړه چې پاكستان به فلسطيني اولس د روان ظلم او زياتي په هره كچه غندنه كوي۔