اسلام آباد۔05 فروری (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي د کشمیری خوېندو وروڼو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د روانې مبارزې غېر متزلزل ملاتړ څرګندولو له 5 فروري ?? كشمير يووالي ورځ په بشپړ ډول لمانځلې شي ٬ د پاكستان تل دا دريځ پاتے شوے دے چې د كشمير مسئلې تلپاتې حل د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري ??ولس د هيلو له مخې ممكن دے٬ پاکستان به د خپلو كشميري ??ويندو وروڼو بشپره اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري ??وي بيان له مخې د كشمير يووالي ورځې په موقعه خپل پېغام كښې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وو??يل د هر كال په څير نن هم د كشميري ??ويندو وروڼو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د روانې مبارزې غېر متزلزل ملاتړ څرګندولو له د كشمير يووالي ورځې لمانحلې شي۔ په دې ننۍ ورځ مونږ په تېرو 76 كلونو كښې د خپلو كشميري ??وېندو وروڼو ځانګړې قربانيو ته پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده وو??يل د كشمير مسئلې تلپاتې حل د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري ??ولس د هيلو له مخې ممكن دے۔ ده وو??يل په مقبوضه جموں وكشمير كښې د بې ګناه وګړو غږ غلې كولو له هند د ماورائے عدالت وژونو ٬ غېر قانوني حراست او په بنديانو د تشدد چالونه كاروي۔ هند په ميډيا بندېز لګولې او كشميري مشرتابه او د بشري ??قونو بېرغ پورته كوؤنكي يۍ زاندان كښې اچولې دي۔ ده وو??يل د هند لخوا په جموں و کشمیر كښې د 5 اگست 2019 اقدام د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د څلورم جنېوا كنوېنشن او كشمير سره اړوند د ملګرو ملتونو د سلامي كونسل د قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده وو??يل د هندي سترې محكمې په غېر قانوني توګه د كشمير حېثيت سره اړوند د 11 دسمبر 2023 پرېكړه كشميرې اولس د خپلواكۍ حق څخه د محرومه كولو ناوړه اقداماتو يوه كړۍ ده ٬ بياهم دا ډول عدالتي پرېكړې د كشميري ??ولس دنګې حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ ده وو??يل زمونږ غوښتنه ده چې هند د ملګرو ملتونو او اس??امي مرستې تنظيم بې پرې مبصرينو ٬ نړيوالې ميډيا او د بشري ??قونو تنظيمونو استازو ته كشمير ته د تللو اجازه وركړي دغسې چې هغوي په كشمير كښې د بشري ??قونو خلاف ورزۍ ګردې نړۍ ته په ډاګه كړې شي۔ نګران وزيراعظم وو??يل د پاكستان تل دا دريځ پاتے شوے دے چې د كشمير مسئلې تلپاتې حل د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري ??ولس د هيلو له مخې ممكن دے٬ پاکستان به د خپلو كشميري ??ويندو وروڼو بشپره اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔