اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) پارلماني چارو لپاره نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي اېچ اي سي د يونيورسټۍ او ډګري پروګرامونو څخه د پاکستان سټ??يز پشمول كوم خاص پروګرامونه نه دي خارج كړي، اېچ اي سي داسې كومه پرېكړه نه د كړې۔ د ګل په ورځ په سېنېټ كښې د سينيټر مشتاق احمد د پوښتنو په ځواب ده و??ئيل په انډرګرېجوېټ پاليسيو كښې شامل ټول شقونه يواځې د لږې نه په لږه كچه تجويز كړې شوي٬ خپلواكه پوهنتونونه د خپل اړوند قوانين له مخې كار كوي٬ کورسز او ډګري پروګرامز لا ښه كولو لپاره كار روان دے۔ ده و??ئيل د اېچ اي سي ل??وا په دې وروستيو كښې د انډرګرېجوېټ تعليمي پاليسۍ ذكر شوے ٬ په دې كښې د عمومي كورس د يو سېټ تصور ټول ګرېجوېټ پروګرامونو لپاره تجويز كړے شوے ۔ ده و??ئيل دې پروګرام كښې د نظريه پاكستان او پاكستان سټ??يز يو كورس معرفي كړے شوے ٬ زده كوٶنكي به د پاكستان سټ??يز د پخواني علم په بنياد په دې كښې لا بهتري ويني٬ په دې پروګرامونو كښې د پاکستان سټ??يز د آئين پاکستان موضوعات امتزاج لري ، ذكر شوے كورس د دې پروګرامونو متبادل نه دے بلكې په دې دواړو پروګرامونو كښې د پاکستان سټ??يز او د نظريه پاکستان امتزاج شامل دے۔ ده و??ئيل د نظريه پاکستان او د پاکستان سټ??يز په اړه اېچ اي سي اړوندو شراكتدارو سره مشاورت كوي او د انډر ګرېجوېټ اېجوكېشن (يو جي اي) پاليسۍ له مخې به د پاکستان سټ??يز د 2 کريډټ آور پروګرام جوړولې شي۔