اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د سينيټ غونډه كښې د غزه محاصره سمدستي ختمولو او د اسل??مي هېوادونو ل??وا د مرستې وركولو او د بشپړه رسنې اجازې په اړه قرارداد په يوه خله منظور كړے شو۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سينيټر انجينئر رخسانه زبېري او د نورو ل??وا ??ه وړاندې كړي قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان د فرورۍ په 29مه نيټه د اسرائيلي عسكرو ل??وا ??ه بې ګناه فسلطينيانو څوك چې د مرستې سامان (خوراكي توكو او داروګانو ) ترلاسه كولو لپاره راغونډ شوې وو په قتلولو د اندېښنې څرګندونه كوي٬ دغسې د نړيوالې ورورولۍ د مرستې لېږلو ل??ره د اسرائيلي عسكرو ل??وا د نيولو په سبب ځائي وګړي د لوږې مرې، قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان سفارش كوي او نړيوالې ورورولۍ ته تاكيد كوي چې داسې اقدامات وكړي چې و??سر?? په غزه كښې محاصره سمدستي ختمه شي او اسل??مي هېوادونو له د مرستې سامان وركولو لپاره بشپړه اجازه تر لاسه شي۔ سينيټرز فيصل جاوېد، پلوشه خان، افنان ﷲ، عون عباس بپي، خالده اطيب، مشتاق احمد، نصيب اﷲ بازئي، سيمي ايزدي، تاج حيدر، دنيش کمار، وقار مهدي، روبيه خالد، کامل علي آغا او سېف اﷲ ابړو په قرارداد د بحث نه ورستو دوهم چيېرمېن قرارداد منظورۍ لپاره غونډې ته وړاندې كړو كوم چې په اكثريت سره منظور كړے شو۔