اسلام آباد۔27مارچ (اے پي پي):صدر آصف علي زرداري وئېلي دي پاکستان به ترهه ګرو له منطقه كښې امن، خوشحالۍ او سلامتیا لپاره زمونږ د شريكو اهدافو د کمزوري كوول په هيڅ صورت اجازه ور??ه كړي ،غیر انساني بريد د دواړو هېوادونو تر مينځه په تل پاتې دوستۍ او مشترکه اقدار بريد دے ، دا پیښه د پاک چین دوستۍ دوښمنانو له اړخه رامخې ته شوې ۔ د ایوان صدر پریس ونګ تر مخه د دې خیالاتو څرګندونه صدر آصف علي زرداري د چین سفارت خانې دورې په موقع وكړه ۔د چین سفیر چیانګ زئے دونګ سفارت خانې ته په رسېدو د صدر آصف علي زرداري هر كلے وكړو ۔دغسې صدر بشام كښې په ترهه ګر بريد كښې د چینائي وګرو په وژنه د پاکستان حکومت او اولس د اړخه تعزیت وكړو ۔ صدر ووئېل پاکستانے قام د چین اولس په غم كښې برابر شریک دے ، د غم په دې ګھړۍ كښې د پاکستان اولس د چین اولس سره ولاړ دے ۔ ده ووئېل دښمن دا نشي قبولې چې د پاک-چین دوه ارخيزه اړېكې لا قوي كېږي ، په دې ناوړه فعل كښې ككړ مجرمان به انصاف سره مخ كولې شي ۔صدر ووئېل پاکستان كښې په بېلو منصوبو د کار كوونكو چینائي وګړو امنيت باوري كولو ??پاره به ټول ضروري اقدامات كولې شي ۔دغسې د چین سفیر تعزیت لپاره په ذاتي توګه د سفارت خانب په دورہ کولو د صدر مننه وكړه ۔ د چین سفیر د ترهه ګرۍ مخ نيوي له د مرستې زياتولو ، پاکستان كښې د چین کارکنانو له تحفظ وركولو ??ه ضرورت زور راوړو ۔ ده ووئېل ترهه ګر د انسانیت دښمنان دي ، بے ګناہ خلق په نخښه كوونكې د نيولو ضرورت دے ۔د چین سفیر د پاکستان سره د مرستې لا قوي كولو ، د سي پیک پشمول نورو منصوبو لپاره د مرستې جاري ساتلو ??ه د چین د عزم پخلے وكړو ۔ ده ووئېل د ژوند د ټولو څان??و څخه تعلق لرونكو پاکستانیانو د ترهه ګرۍ بريد غند??ه كړې ۔ ده ووئېل د چین کارکنانو د پاکستان په سماجی او اقتصادي برمختګ كښې څرګند كردار ادا كړے ۔