اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) صدر آصف علي زرداري د ايسټر په موقع مسيحي ټولنې ته مبارکي ورکړې او وئيلي يې دي چې د ايسټر اختر د اميد، مينې او خوشحالۍ پيغام راوړي، پاکستان د اقليتونو د حقونو تحفظ او د هغوي د سوکالۍ لپاره د ګامونو پورته کولو عزم لري۔ د ايوان صدر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان كښې اولس مشر آصف علي زرداري ووئيل مسيحي ټولنه د پاكستان قيمتي اثاثه ده٬ زمونږ مسيحي وروڼو او خويندو د پاكستان پرمختګ ??و خوشحالي كښې په فعاله توګه برخه اخستې ده۔ هغه زیاته کړه چې نن مونږ د پاکستان په پرمختګ کښې د اقلیتونو د رول ستاینه کوو۔ ده ووئيل د پاکستان آئين د ټولو اقلیتونو د حقونو ضمانت ورکوي، اقلیتونه د مذهبي ازادۍ په ګډون ټول اساسي سیاسي، ټولنیز ??و اقتصادي حقونه لري۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د هېواد پرمختګ ??و سوكالۍ لپاره به د اقليتونو پشمول ټول ولس له په ګډ?? كار كول وي۔