اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي ت??هګرۍ څخه زمونږ ق??مي سلامتيا٬ د منطقې امن او سوكالۍ ته خطر پیښ دے٬ پاكستان ترهه ګري يو شريك خطر ګڼي۔ د زيارت په ورځ شپ??ړسمې ق??مي اسبملۍ كښې د نوي پارلماني كال په پېل د پارلمان شريكې غونډې ته خپلې وېنا كښې صدر مملکت آصف علي زرداري د ترهګرۍ لعنت ذكر كولو سره ووئيل د ترهګرۍ مخنيوي لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده٬ ګاٶنډيانو هېوادونو څخه د ترهګرۍ د ډلو په ضد په سختۍ سره د نوټس اغستو توقع لرو۔ صدر ووئيل ترهګر ډلې زمونږ د امنيتي ځواكونو او اولس په ضد بريدونو كښې ككړې دي٬ده ووئېل د ترهګرو عناصرو خاتمې لپاره د قام د عزم پخلے كوم٬ زما كورودانې او دوه ځله ټاكلې وزيراعظمه بېنظير بهټو د ترهګرو ??ه مقابله كښې شهيده شوې۔ صدر ووئيل د ترهګرۍ خاتمې لپاره اتحاد او تحريك پېدا كولو كښې به شا ته نه پاتې كېږو۔ صدر ووئيل مونږ په خپلو وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو ??ياړ لرو ?? دوي د ترهګرۍ په ضد جنګ او د ق??مي پولو په دفاع كښې ??له?? قربانۍ وركړي۔