اسلام آباد 27 مئی (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئيلي دي پاكستان د تېرو 40 كلونو څخه د كډوالو كوربتوب كوي٬ نړيواله ورورولي دې دا خبر تسليم كړي ۔د دې خيالاتو څركندونه ده پاكستان كښې د ملګرو ملتونو انټرنېشنل آرګنائزیشن فار مائیګریشن (آئی ا?? ایم) چیف آف مشن سیټو میو په مشرۍ كښې پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره تيره ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات كولو۔په دې موقع د افغان كډوالو چیف کمشنر محمد عباس خان، د سیفران جوائنټ سیکرټري او نور اعلیٰ چارواكي هم موجود وو۔وفاقی و??یر د انټرنېشنل آرګنائزیشن فار مائیګریشن افغان سیټیزن کارډ هولډر او هوسټ کمیونټی لپاره د هغه خذمات وستائل۔وفاقي و??یر ووئيل صحت ، تعلیم او انفراسټرکچر كښې لا مرستې ته اړتيا ده ، پاکستان د 40 كلونو راهسې تر ټولو زيات د كډوالو بوجھ پ??رت?? كوي ٬ بايد انټرنیشنل کمیونټی د دې احساس ولري۔وفاقی و??یر ووئيل زمونږ خواهش دے چې افغان كډوال په عزت س??ه خپل هېواد ??ه ستانه شي،تر اوسه د چا په زبردستۍ د لېږلو او د ځورولو كومه پېښه نه ده رامخې ته شوې ۔انجینئر امیر مقام ووئيل مونږ په پاکستان كښې د کاروبار ، تعلیم او خپلولو هم احساس لرو۔ده ووئيل زه په جون كښې د یو این ایچ سی آر چیف آف مشن په بلنه جنیوا ته ځم،هلته به د ډائرېكټر جنرل آئی ایم او سره هم ملاقات کوم ۔په دې مهال د سیفران وزارت او انټرنېشنل آرګنائزیشن فار مائیګریشن (آئی ا?? ایم) رابطو راونو ساتلو ته اتفاق وکړو۔۔